د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جینوا کال له رییس سره وکتل

په پیل کې، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د غونډې رئیس ته ښه راغلاست ووایه او د ... لپاره یې د ترسره شویو سیمینارونو ستاینه وکړه.

December 1, 2025

4 دقیقې لوست

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جینوا کال له رییس سره وکتل

په پیل کې، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم، د غونډې رئیس ته ښه راغلاست ووایه او د کابل، کندهار او هرات پوهنتونونو د استادانو لپاره د ترسره شویو سیمینارونو ستاینه یې وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جینوا کال له خوا د دې ډول مرستو هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

وروسته، د جینوا کال د نړیوال سازمان رییس، فهد عباسي وویل، "موږ به د اسلامي امارت د اصولو سره سم په پوهنتونونو کې د ظرفیت لوړولو سیمینارونه جوړ کړو."

د یادونې وړ ده چې جینوا کال د عامه پوهاوي خدماتو سره د ملکي وګړو د ساتنې لپاره مرسته کړې ده.

Menu
Search vacancies
Change language